کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خالد: د طالبانو «الفتح» عملیات له ماتې سره مخامخ شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 جوزا 1398 ساعت 12:16

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وايي، افغان ځواکونو د طالبانو «الفتح»عملیات له ماتې سره مخامخ کړي دي.



ښاغلي خالد نن شنبه د «غبرګولې پر ۴مه» په کابل کې د افغان ځانګړو ځواکونو د قول اردو د نوي قوماندان په معرفت غونډه کې وویل، چې طالبانو تر دا مهاله یوه لوېشت پرمختګ هم نه دی کړی.
هغه وویل، که څه هم طالبانو مخکې ښارونو ته سقوط ورکوی او ځینې سیمې نیولې، خو زیاته یې کړه چې په وروستیو عملیاتو کې هېڅ پرمختګ نه دی کړی.
هغه وویل:"طالبان د خپل ټولو بهرنیو تروریستانو له ملاتړ سره سره بیا هم ونه توانېدل چې پرمختګ وکړي."
د افغانستان دفاع وزارت سرپرست پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې په ځینو ولایتونو کې تر سختو نښتو وروسته د یو شمېر امنیتي پوستو د سقوط راپورونه ورکړل شوي دي.
خو اسدالله خالد وویل، چې طالبان د نیول شوو پوځي تاسیساتو د ساتلو توان نه لري او بېرته د افغان ځواکونو لخوا نیول شوي دي.
طالبانو د روان ۱۳۹۸ کال په وري میاشت کې د افغان او نړیوالو ځواکونو پر ضد «الفتح» عملیات اعلان کړل، چې ور سره سم جګړ زور واخیست.
دغو مراسمو ته د افغانستان د ځانګړو ځواکونو د قول اردو نوي قوماندان فرید احمدي هم وویل، چې ځانګړي پوځي عملیات به زیات کړي او افغان ځانګړي ځواکونه به له دفاعي حالت څخه یرغلیز حالت غوره کړي.
نوموړي له طالبانو وغوښتل چې خپل ځانونه دي بېځایه نه وژني بلکې افغان ځواکونو ته دي تسلیم شي.
د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې هر کال د هوا په ګرمېدو سره جګړې زور اخلي
 


د مطلب کود: 185729

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185729/خالد-د-طالبانو-الفتح-عملیات-له-ماتې-سره-مخامخ-شوي

آوا
  https://www.avapress.com