کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزنی پولیسو قوماندانی امنیت آمر د طالبانو کمین څخه سلامت راووتي

4 جوزا 1398 ساعت 12:45

د غزنی سیمه ایز چارواکې خبر ورکوی چی ددی ولایت پولیسو قوماندانی امنیت آمر د طالبانو کمین سره مخ شوی او ددی پيښی څخه سلامت راوتلی دی.



د آوا په ګزارش سره، احمد خان سیرت د غزنی پولیسو قوماندانی ویاند د آوا خبرنګار سره په خبرو کې وویل: رمضان محسنی د غزنی پولیسو قوماندانی امنیت آمر تیره شپه د امنیتی ځواکونو عملیات جریان څیړنې لپاره اندر ولسوالی ته سفر کړی وو.
د هغه په وینا د امنیت آمر موترونو کاروان غزنی مرکز ته بیرته ګرځیدو په جریان کې د اندر ولسوالی په مربوطاتو کې د طالبانو کمین سره مخ شوی چی ددی کمین په ترڅ کې امنیت آمر ته کوم زیان نه دی رسیدلی؛ خو د هغه څلور ساتونکې ټپیان شوی دی.
طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
 


د مطلب کود: 185731

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185731/د-غزنی-پولیسو-قوماندانی-امنیت-آمر-طالبانو-کمین-څخه-سلامت-راووتي

آوا
  https://www.avapress.com