دخپریدو نیټه :شنبه ۴ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۵
د مطلب کود : 185731
د غزنی پولیسو قوماندانی امنیت آمر د طالبانو کمین څخه سلامت راووتي
د غزنی سیمه ایز چارواکې خبر ورکوی چی ددی ولایت پولیسو قوماندانی امنیت آمر د طالبانو کمین سره مخ شوی او ددی پيښی څخه سلامت راوتلی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، احمد خان سیرت د غزنی پولیسو قوماندانی ویاند د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې وویل: رمضان محسنی د غزنی پولیسو قوماندانی امنیت آمر تیره شپه د امنیتی ځواکونو عملیات جریان څیړنې لپاره اندر ولسوالی ته سفر کړی وو.
د هغه په وینا د امنیت آمر موترونو کاروان غزنی مرکز ته بیرته ګرځیدو په جریان کې د اندر ولسوالی په مربوطاتو کې د طالبانو کمین سره مخ شوی چی ددی کمین په ترڅ کې امنیت آمر ته کوم زیان نه دی رسیدلی؛ خو د هغه څلور ساتونکې ټپیان شوی دی.
طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
 
https://avapress.com/vdcaemn6649na01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته