د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، احمد جاوید بشارت د بغلان پولیسو قوماندی ویاند ددی خبری په تایید سره وایی چی تیره شپه د ده صلاح اندرآب ولسوالی پولیس ۵ تنه د قتل په تور نیولی دی.
د ښاغلی بشارت په وینا قاتل شخص خپل جرم باندی اعتراف کړی او بیان کړی چی څلور تنه نور هم د هغه جرمی شریکان دی چی پولیسو له لوری نیول شوی دی.
هغه وویل چی د قضیه روشانه کیدو لپاره نور څیړنې د کشفی نهادونو له لوری جریان لری.