دخپریدو نیټه :شنبه ۴ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۹
د مطلب کود : 185738
د پاکستان په وړاندې بریا به زموږ باور نور هم لوړ کړي ـ نائب
د افغان کرکټ لوبډلې کپتان ګلبدین نائب وايي، د پاکستان ملي لوبډلې په وړاندی بری به د افغان کرکټ ملي لوبډلې باور او اغېز نور هم لوړ کړي.

ښاغلي نائب ټولو افغانانو ته د پاکستان د نړیوالو لوبډلې څخه د کرکټ لوبې د ګټلو په مبارکۍ سره ویلي، چې د یادې لوبې ګټل به افغان لوبډلې ته د نورو بریاو لار هم خلاصه کړي.
افغان کرکټ لوبډلې تېر شپه په انګلنډ کې نړیوال جام ته د چمتوالي په هدف تمریني لوبه خپلې سیالۍ لوبډلې پاکستان ته د دری ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

ښاغلي نائب ویلي چې افغان لوبډلې یو پیاوړې لوبډلې ته ماتې ورکړې ده.
د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سالیو ته د چمتووالي په هدف یاده تمریناتي لوبه کې د پاکستان لوبډلې لومړی بیټنګ پیل کړ چې په ۴۸ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ۲۶۲ منډې هدف وټاکه.
وروسته افغان لوبډلې بیټنګ پیل کړ چې په پنځوسم اور کې د یاد هدف په پوره کولو سره د ۳ ویکټو په توپیر له پاکستان څخه یاده لوبه وګټله.
په لر او بر کې مېشتو افغانانو د یادې لوبې بر ګټلو خوښي ښودلې او په ټولنیزو رسنیو کې یو او بل ته د پاکستان په وړاندې د یادې بریا مبارکي ویلي.
د افغان حکومت د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون د افغانستان د ملي امنیت پخوانیو رئیسانو امرالله صالح او رحمت الله نبیل هم ټولو افغانانو ته د پاکستان په وړاندې د افغان لوبډلې د بریا مبارکي ویلې ده.
د کرکټ نړیوالې شورا یا «ای سي سي»هم د پاکستان په وړاندې د افغان لوبډلې بریا ګټوره بللې ده.
ټاکل شوې د کرکټ د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالۍ د روانې مې میاشتې پر ۳۰مه پیل شي.
افغان کرکټ لوبډلې تر دې مخکې له سکاټلنډ څخه هم یوه نړیواله لوبه ګټلې وه او له ایرلنډ سره بیا د دوه یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ مساوي کړې وه.
بلخوا تېره شپه په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د یادې لوبې د ګتلو د خوښۍ په مناسبت ګڼو کسانو هوايي ډزې کړي دي چې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له‌مخې ۱۰ تنه پکښي ټپيان شوي دي.
کورنیو چارو وزارت وايي، چې تر دا مهاله یې د یادو ډزو په تور ۹۰ تنه نیولي دي.
 
سرچينه : صدای امریکا
https://avapress.com/vdchxmnz623n6qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته