کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لوګر کې د یوه سرګروپ په ګډون ۶ طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 جوزا 1398 ساعت 14:59

د لوګر امنیتي مسوولینو ویلي، چې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې يو مشهور طالب سرګروپ علي نومي په ګډون شپږ طالب وسلوالو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.



 د لوګر ولايت د امنیه قومندانۍ ویاند شاپور احمدزي آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې د دې ولایت د محمداغي ولسوالۍ د آب بازک په اړوند سيمه کې دوه طالب وسلوال له امنيتي ځواکونو سره په مخامخ نښته کې وژل شوي دي.
 دغه راز نوموړی زیاته کړې، چې تېر مازیګر ناوخته د مرکز اړوند په فقيرکلا سيمه کې د ملي پوليسو او وسلوالو په مخامخ نښته کې دوه طالبان د يو راکتچي په ګډون مشهور طالب سرګروپ علي نومی وژل شوي او دوه نور يې ټپيان دي.
د شاپور په خبره؛ له وسلوالو دوه ميله کلاشينکوف او یو موترسايکل هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ور غلي.
طالبانو د دغې پېښې په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.
 


د مطلب کود: 185745

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185745/په-لوګر-کې-د-یوه-سرګروپ-ګډون-۶-طالبانو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com