دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۴
د مطلب کود : 185791
اشترانو پوسته د دایکندی کجران ولسوالی کې د طالبانو په لاس سقوط کړي
د کجران ولسوالی سیمه ایز سرچینی وایی چی سیمه ایز پولیسو پوسته ددی ولسوالی اشترانو سیمه کې تیره شپه د طالبانو په لاس سقوط کړی دی.


د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، طالبان تیره شپه ۱:۰۰ بجو په شاوخوا د اشتران په سیمه کې سیمه ایز پولیسو پوستی باندی برید کړی او دا پوسته یی نیولی دی.
سید سلیمان سادات د کجران ولسوالی اوسیدونکې چی پلار یی د غرمه او مناره سیمی اشتران پوسته کې سیمه ایز پولیسو څخه دی افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته ویلی دی چی اشتران سیمه دقیقآ د کجران او ارزګان مرز کې واقع دی.
د هغه په وینا، دوه سیمه ایز پوستی په دی سیمه کې شتون لری او اشتران پوسته د طالبانو په تصرف کی ورغلی دی او دوهم پوسته کې نښته چی ټول ځواکونه هلته مستقر شوی دی جریان لری.
تراوسه دوه تنه امنیتی ځواکونه په دی نښتو کې ټپیان شوی دی او نور جزئیات تراوسه نه دی ارائه شوی.
 
https://avapress.com/vdcgyn9qqak97u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته