دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۸
د مطلب کود : 185805
ملي امنیت: هلمند کې د طالبانو د سرې قطعې مشر او د مارجې ولسوال په ګډون ۳۰ طالب ترهګر وژل شوي

د افغانستان ملي امنیت وایي په هلمند ولایت کې یې د یولړ هدفمنده عملیاتو پر مهال د طالبانو د سرې قطې د مشر ملا عبدالحکیم او د مارجې ولسوالۍ لپاره د دې ډلې تش په نوم ولسوال ملا انارګل په ګډون ۳۰ طالب وسله ترهګر وژلي دي.
د ملي امنیت له لوري د خپرې شوې خبر پاڼې په حواله په دغو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو اته قرارګاوې په بشپړه توګه ویجاړې شوې او د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو ته ګڼ پوځي تجهزات په لاس ورغلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccxpqsp2bq448.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته