کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یو شمېر مخکنیو چارواکو په ملي یوالي حکومت کې د ننه له پراخ مالي او اخلاقي فساده پرده پورته کړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 جوزا 1398 ساعت 13:10

د ملي یوالي حکومت پنځه کاله کیږي چې په واک کې دی خو په دې وروستیو کې د حکومت یو شمېر پخوانیو چارواکو، په حکومت کې د ننه له اخلاقي او مالي فساد څخه پرده پورته کړې او په حکومت یې له دې اړخه تندې نیوکې کړې دي.



جنرال حبیب الله احمدزي په یوه تازه مرکه چې له یو ټلویزیون سره یې کړې ده، په ارګ او د ولسمشر په چاپیره کسانو کې له شته پراخ او سیستماتیک فساد څخه حکایت کړی دی.
ده ویلي چې د ولسمشر  تر څنګ یوه کړۍ ده چې د دوی له خوښې د ناسمو خلکو مخه نیسي تر څو هېواد ته خدمت وکړي.
ښاغلی احمدزی وایي، د ولسمشر غني د کمپاین پر مهال یې د ولسمشر غني د کمپاینونو امنیت په ښه توګه نیولی خو وروسته چې یې دغلته ناوړه کړنې او غیر اخلاقي اعمال ولیدل نو له ولسمشر سره د نه کار کولو پریکړه یې وکړه.
نوموړي له ځینو نورو ټکان ورکوونکو مسایلو څخه هم پرده پورته کړې چې وایي په ارګ کې مېرمنې د تن او بدن په وړاندې کولو سره لوړو کرسیو ته رسیږي.
دغه تورونه پر حکومت او د ولسمشر پر شاوخوا خلکو په داسي حال کې لګول کیږي چې د حکومت یوې پخوانۍ کارکونکې او د ولسمشر غني د ټیم غړې مریم وردګ له یوه هندي ټلویزیون ” وی، ای، ان” سره په مرکه کې دجنرال حبیب الله احمدزي په څرګندونو د تائید مهر لګولی او ویلي یې دي چې:” ارگ کې اخلاقي فساد دومره پراخ شوي چې که مېرمنې وغواړي پرمختګ وکړې باید له تن او بدن څخه یې تېرې شې”.
نوموړې وایې، چې ښځینه وکیلانې په ۵۰۰ او ۶۰۰ رایو بریالۍ کېدلې.
له بلې خوا د ولسمشر غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په خپله فیسبک پاڼه په دې اړه غبرګون ښوولی او ویلي یې دي چې:” د حکومتي دستګاه د تخریب لپاره هدفمنده رواني جګړه پیل شوې ده. پرته له شکه چې په حکومت کې به ستونزې وي خو اوسمهال حکومتي دستګاه او او شخصیتونه د سیاسي موخو په خاطر تخریبیږي”.
 


د مطلب کود: 185806

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185806/یو-شمېر-مخکنیو-چارواکو-په-ملي-یوالي-حکومت-کې-د-ننه-له-پراخ-مالي-او-اخلاقي-فساده-پرده-پورته-کړې

آوا
  https://www.avapress.com