ټاکل شوې دا لوبه سبا(دوشنبې دغبرګولي په ۶مه نېته) ترسره شي.
د انګلستان او افغانستان لوبه به د کابل پر وخت له غرمې وروسته کابو ۲بجې پیل شي.
یادو لوبډلو په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې نړیوالو یوې ورځنیو لوبو کې سره دوې سیالۍ درلودې چې د انګلستان په ګټه پای ته رسېدلې وې.
دا په داسې حال کې ده چې (د غبرګولي په ۳مه نېټه) د کريکټ نړیوال جام تمریناتي سیالو کې افغانستان پاکستان ته په دریو ويکټو ماتې ورکړه.
د پاکستان لوبډلې د سیالۍ پچه وګټله او د منډو د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه چې په دې سره یې د افغانستان لوبډلې ته ۴۸ اوورنو کې د ۲۶۳ منډو هدف وټاکه.
په دې سره افغانستان له پاکستانه د دریوو ویکټو په توپير سره لوبه وګټله همداراز انګلستان هم خپله تمریناتي لوبه د ۱۲ منډو په توپیر اسټرالیا ته بایللې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)