دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۴
د مطلب کود : 185810
کندز کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته کې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې
وسله والو طالبانو دکندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ اړوند زاخیلو سیمه کې د ملي پولیسو پر پوستو برید کړی چې ترڅ کې یې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندز د پولیسو ویاند انعام الدین وویل چې، وسله والو طالبانو تېره شپه د چهاردرې ولسوالۍ اړوند زاخیلو سیمه کې د ملي پولیسو پر پوستو برید وکړ چې وروسته مرستندویه افغان ځواکونو سیمې ته په وخت ورسېدل او وسله وال طالبان یې په شا وتمبول.
انعام الدین په خبره، په نښتو کې ۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي او زیاتوي چې یوه پولیس ژوند له لاسه ورکړی او ۲نور ټپیان دي.
د نوموړي زیاته کړې چې دامګړی سیمه د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده او امنیتي وضعیت عادي حالت ته بیرته ګرځېدلی دی.
پکتیا- ځانګړو افغان ځواکونو په برمل ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او د وسله والو طالبانو شمېر وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لخوا له منځه وړل شوي دي.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وسله والو طالبانو ته اوښتي تلفات:
غزنی- د غزني سیمه ییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د هوایي برید له امله ۴ وسله وال طالبان وژل شوي او یوه عراده موټر یې په بشپړ ډول ویجار شوی. همدارنګه د غزني والي ویاند عارف نوري وویل چې تېره شپه د اندړو ولسوالۍ اړوند ناني او زرین سیمو کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې د طالبانو د یوه مشهور قومندان عبدالقیوم نیازي په شمول ۱۲ تنه طالب وسله وال وژل شوي دي.
هلمند- افغان ځانګړو ځواکونو په نادعلي ولسوالۍ کې ځانګړي عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۱۴حلقې ماینونه، ۲۵۰کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي او شمېر وسلې او مهمات نیولي او له منځه وړي دي. همدارنګه د هلمند ولایت چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې هوایي او ځمکني عملیات دوام لري. د سیمه ییزو چارواکو په خبره، تراوسه ۳۹ طالب جنګیالي وژل شوي دي.
ننګرهار- د ننګرهار په ده بالا ولسوالۍ کې د هوایي برید له امله یو طالب جنګیالی وژل شوی.
وردګ- ځانګړو افغان ځواکونو په جلریز ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۳طالب وسله وال وژل شوي ۹ نور یې ژوندي نیولي دي.
لوګر- په لوګر ولایت کې ۱۲ تنه وسله وال د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو له وسله وال برید وروسته وژل شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizwazut1avv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته