د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، د روان لمریزکال په لومړیو دوو میاشتو کې د تېرکال د همدې مودې په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي دي.
د ښځو چارو وزارت: تراوسه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۵قضیې ثبت شوي
ازادی رادیو , 5 جوزا 1398 ساعت 14:48
د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، د روان لمریزکال په لومړیو دوو میاشتو کې د تېرکال د همدې مودې په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي دي.
دا وزارت زیاتوي، د روان کال د حمل له لومړي نېټې د جوزا تر پنځمې د ټول هېواد په کچه له دوی سره د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۵ قضیې ثبت شوي دي.
د دغه وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ د یکشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع څارنوالۍ سره په ګډه خبري ناسته کې وویل، پهدغو پېښو کې ۷ د وژنې، دوه د صحراي محکمې، یوه د اجباري نکاح، یوه د ډلهییز جنسي تېري، دوه د پلور او ځیني نورې قضیې شاملې دي.
اغلې وردګ وايي:
"د ۱۳۹۸ کال له پيله تراوسه پورې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پنځلس قضیې لرو، پهدغو قضیو کې د ښځو قتل، تجاوز او پلور شامل دي چې دغه قضیې د ۹۷ کال د همدې مودې په پرتله زیاتوالی ښيې."
اغلې وردګ زیاتوي چې تر ټولو ډېرې پېښې په سرپل ولایت کې شوي چې شمېر یې ۶ ته رسېږي.
دا پهداسې حال کې ده چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع څارنوالي مرستیاله سینا شنا منصور وايي چې تېرکال دغه څارنوالۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ښځو۲۷۰۱ قضیو ته رسیدهګي کړې ده.
د مطلب کود: 185814