دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۸
د مطلب کود : 185814
د ښځو چارو وزارت: تراوسه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۵قضیې ثبت شوي
د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، د روان لمریزکال په لومړیو دوو میاشتو کې د تېرکال د همدې مودې په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي دي.
دا وزارت زیاتوي، د روان کال د حمل له لومړي نېټې د جوزا تر پنځمې د ټول هېواد په کچه له دوی سره د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۵ قضیې ثبت شوي دي.
د دغه وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ د یکشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع څارنوالۍ سره په ګډه خبري ناسته کې وویل، په‌دغو پېښو کې ۷ د وژنې، دوه د صحراي محکمې، یوه د اجباري نکاح، یوه د ډله‌ییز جنسي تېري، دوه د پلور او ځیني نورې قضیې شاملې دي.
اغلې وردګ وايي:
"د ۱۳۹۸ کال له پيله تراوسه پورې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پنځلس قضیې لرو، په‌دغو قضیو کې د ښځو قتل، تجاوز او پلور شامل دي چې دغه قضیې د ۹۷ کال د همدې مودې په پرتله زیاتوالی ښيې."
اغلې وردګ زیاتوي چې تر ټولو ډېرې پېښې په سرپل ولایت کې شوي چې شمېر یې ۶ ته رسېږي.
دا په‌داسې حال کې ده چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع څارنوالي مرستیاله سینا شنا منصور وايي چې تېرکال دغه څارنوالۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ښځو۲۷۰۱ قضیو ته رسیده‌ګي کړې ده.
 
اغلې منصور په همدې خبري ناسته کې ژمنه وکړه چې دغو ۱۵ دوسیو او نورې د تاوتریخوالي دوسیې چې دوته ته ورسېږي جدي رسېدنه به ورته وکړي:
"تاسې سره ژمنه کوم، هر هغه موارد چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي وي او موږ پورې مربوط کېږي، په جزئیاتو به څېړل کېږي، تورن او مجرمین به د قانون منګلو ته سپارل کېږي."
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو وروستۍ قضیې په کابل کې د ثور په ۲۱مه د پخواني خبریالې او د ولسي جرګې د فرهنګي کمېسیون د سلاکارې مینه منګل وژل کېدل، د همدې میاشتې په ۲۴مه د پریسا په نوم د یوې ښځې مرموزه وژنه او دغه شان د ثور په ۲۶مه په سمنګانو کې د عالمې په نوم په یوې قابلې د ۸ کسانو جنسی تېری وو.
د ښځو چارو وزارت وايي، د سمنګان د پېښې په تړاو اته واړه تورن کسان نیول شوي او د پریسا قضیه تر پلټنو لاندې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې د مینې منګل د قتل په تور دوه تورن کسان نیول شوي او د هغې د پخواني مېړه جاوېد د نیولو هڅې هم روانې دي
 
سرچينه : ازادی رادیو
https://avapress.com/vdccspqs02bq448.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته