دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۵
د مطلب کود : 185817
د کوچنۍ ماشومې مهسا قاتلین هر یو په دېرش کاله بند محکوم شو
په کابل کې یوې ابتدائیه محمکې د کوچنۍ ماشومې مهسا په قتل تورن کسان په دېرش ـ دېرش کاله بند محکوم کړل.

 

د ماشومې مهسا په قتل او تښتونې تورن کسان د یکشنبې په ورځ په کابل کې د دویمې حوزې د ابتدایه محمکې په علني ناسته کې په سزا محکوم شول.

د پېښې دوه تورن کسان سجاد اغا او روح الله د موظف څارنوال له لوري په دې تورن شول چې مهسا یې له تښتونې وروسته وژلې وه.

د ناستې مشر عبدالوارث احسان پور د مدافع وکیلې له دعوا او دفاعیې وروسته پرېکړه وکړه چې هر تورن کس په دېرش ـ دېرش کاله بند محکوم شول.

ښاغلي احسان پور دا اعلان هم وکړ چې د ابتدایي محکمې حکم قطعي نه دی او دواړه لوري کولای شي چې د استېناف غوښتنه وکړي.

 

خو د مهسا پلار مرتضی د دغه حکم له اعلان وروسته رسنیو ته وویل چې دوی د عدالت د ټينګښت لپاره د تورونو کسانو د اعدام غوښتونکي دي.

 

د ده په خبره، مسؤلو بنسټونو د سن تثبیت سم نه دی کړی.

  

https://avapress.com/vdcfytdyew6dcca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته