دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۰
د مطلب کود : 185854
په ننګرهار کې ۱۱ تنه داعش وسله وال وژل شوي
د ننګرهار ځایي چارواکي وایي، تېره شپه د دغو ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش پر یوه مرکز د افغان ځانګړو ځواکونو له لوري عملیات شوي چې په پایله کې یې د دغې ترهګرې ډلې د نظامي مسول او یوه قومندان به ګډون ۱۱ تنه غړي وژل شوي دي.

 

د راپورونو له مخې په وژل شوو کسانو کې د چپرهار لپاره د داعش نظامي مسؤل ډاکټر بلال، مهم قوماندان قاري نجیب مشهور په ابوبکر شامل دي.

د خبرپاڼې په حواله، په عملیاتو کېد داعشیانو یو مرکز چې په کې د شپې دوربین، ۹میله کلاشینکوف،۵۰ شاجورونه، ۱۱ پرتلې، لاسي بمونه، مخابرې، د داعش مهم اسناد، چاودیدونکې او نور توکې وو، هم لمنځه وړل شوي دی .

https://avapress.com/vdcgnn9qtak9774.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته