کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان سرپل ولایت سوزمه قلعه ولسوالی کې یو امنیتی پوستی ته اور وراچولي

6 جوزا 1398 ساعت 12:32

طالبان امنیتی ځواکونو دوه تانکونه هم سوځولي، دوه تانکونو ته چاودنه ورکړی او دوه نور تانکونه د ځان سره وړي دی.



 
سرپل سیمه ایز چارواکې د هیواد په شمال کې وایی چی تیره شپه طالبان تهاجمی بریدونه ددی ولایت سوزمه قلعه ولسوالی په څو سیمو کې ترسره کړی چی په ترڅ کې یو قشقری پوسته د طالبانو لاسته لویدلی دی او ځینی شمیر امنیتی ځواکونه هم وژل شوی او ټپیان شوی دی.
د آوا په ګزارش سره، تیره شپه طالبان پراخ عملیات د سوزمه قلعه ولسوالی، قشقری سیمه او سرپل – شبرغان لویی لاری کې پر امنیتی پوستو باندی ترسره کړی دی.
اسدالله خرم؛ د سرپل ولایتی شورا غړۍ د آوا خبرنګار سره په خبرو کې ویلی دی: تیره شپه ۱۲:۳۰ بجو څخه تر ۲:۳۰ بجو پوری طالبان د سوزمه قلعه، قشقری سیمی او سرپل-شبرغان لویی لاره کې امنیتی پوستو باندی بریدونه ترسره کړی دی.
د هغه په وینا، د طالبانو برید په سوزمه قلعه کې دفع شوه خو امنیتی پوسته په قشقری سیمه کې طالبانو کنترول ته ورغلی او اور وراچول شوی دی.
هغه زیاته کړه چی طالبانو امنیتی ځواکونو دوه تانکونو ته هم اور ورپوری کړی او دوه تانکونو ته چاودنه ورکړی او دوه یی هم د ځان سره وړی دی.
هغه وویل چی د نښتو په ترڅ کې ۴ امنیتی ځواکونه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او ۲۵ تنو څخه ډیر یی خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
 


د مطلب کود: 185857

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185857/طالبان-سرپل-ولایت-سوزمه-قلعه-ولسوالی-کې-یو-امنیتی-پوستی-ته-اور-وراچولي

آوا
  https://www.avapress.com