دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۲
د مطلب کود : 185857
طالبان سرپل ولایت سوزمه قلعه ولسوالی کې یو امنیتی پوستی ته اور وراچولي
طالبان امنیتی ځواکونو دوه تانکونه هم سوځولي، دوه تانکونو ته چاودنه ورکړی او دوه نور تانکونه د ځان سره وړي دی.

 
سرپل سیمه ایز چارواکې د هیواد په شمال کې وایی چی تیره شپه طالبان تهاجمی بریدونه ددی ولایت سوزمه قلعه ولسوالی په څو سیمو کې ترسره کړی چی په ترڅ کې یو قشقری پوسته د طالبانو لاسته لویدلی دی او ځینی شمیر امنیتی ځواکونه هم وژل شوی او ټپیان شوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، تیره شپه طالبان پراخ عملیات د سوزمه قلعه ولسوالی، قشقری سیمه او سرپل – شبرغان لویی لاری کې پر امنیتی پوستو باندی ترسره کړی دی.
اسدالله خرم؛ د سرپل ولایتی شورا غړۍ د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې ویلی دی: تیره شپه ۱۲:۳۰ بجو څخه تر ۲:۳۰ بجو پوری طالبان د سوزمه قلعه، قشقری سیمی او سرپل-شبرغان لویی لاره کې امنیتی پوستو باندی بریدونه ترسره کړی دی.
د هغه په وینا، د طالبانو برید په سوزمه قلعه کې دفع شوه خو امنیتی پوسته په قشقری سیمه کې طالبانو کنترول ته ورغلی او اور وراچول شوی دی.
هغه زیاته کړه چی طالبانو امنیتی ځواکونو دوه تانکونو ته هم اور ورپوری کړی او دوه تانکونو ته چاودنه ورکړی او دوه یی هم د ځان سره وړی دی.
هغه وویل چی د نښتو په ترڅ کې ۴ امنیتی ځواکونه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او ۲۵ تنو څخه ډیر یی خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
 
https://avapress.com/vdcjiievauqeooz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته