دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۱
د مطلب کود : 185878
نور: مسکو کې د دواړو هېوادونو د ډیپلوماتیکو اړیکو د نمانځنې ترڅنګ له طالب استازو سره د سولې خبرې کوو
د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند اجرائیه رئیس او د بلخ پخوانی والي وایي، مسکو ته راغلی تر څو د افغانستان او روسیې د پیلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې د نمانځغونډې په څنډه کې د هېواد د یو شمېر سیاسي شخصیتونو او مشرانو سره یو ځای د طالبانو له لوړ پوړو چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې اترې وکړي.

ښاغلي نور پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي،:” مسکو ته راغلی یم، ترڅو د روسیي او افغانستان د دوستۍ او ډیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې په غونډه کې چې په  ۲۸- او ۲۹ مه نیټه ترسره کیږي ګډون وکړم. ټاکل شوې د دې غونډې په څنډه کې له یو شمېر افغان مشرانو او سیاسي شخصیتونو سره یو ځای د افغانستان د سولې په اړه د طالبانو له مشرانو سره د سولې په اړه خبرې اترې وکړو. په هېواد کې سوله زمونږ په لومړیتوب کې ده، هېله مند یو چې دغه خبرې اترې د پام وړ پایلې ولري”.
 
https://avapress.com/vdccmpqs42bq448.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته