دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۷
د مطلب کود : 185887
ملي تدارکاتو کمېسیون د پنجشېر د پارنده بند توربین پروژې په ګډون ۱۰ تدارکاتي مورده منظور کړل
د افغانستا ن د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه خکې په دلګشا ماڼۍ کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې ۱۱ تدارکاتي مورده وارزول شول چې په پایله کې د ۵۳۳ میلیون افغانیو په ارزښت دغه ۱۰ مورده منظور شول.
  • د افغانستان د ښارونو د انکشاف پروژې قرارداد، د ښارجوړولو او ځمکو وزارت اړوند د پنځو لویو ښارونو (هرات، کندهار، خوست، ننګرهار او مزارشریف) لپاره د ښاري لومړیتوب لرونکو پروژو د امکان سنجي او ډیزاین مطالعات. همدارنګه د ښارجوړولو او ځمکو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د بامیانو ولایت په ګډون د هیواد څو نور ښارونه هم وارزوي.
    د بلخ ولایت د مزارشریف د تخته پل ساحې د څښاک اوبو د تامین پروژې قرارداد د وړاندې شویو بیو د تفاوت د ارزونې او د پیشنهادي داوطلب د تضمین د زیاتوالي په شرط.
پر دې سربېره د غوري سیمنټو تصدي پولي صلاحیتونو د تجدید د منظورۍ غوښتنه د پرچون خریدارۍ په برخه کې ۱۰ میلیون افغانۍ کمېسیون تائيد کړې.
همدارنګه د ستر درستیز صحیه قومنداني د اړتیا وړ ۳۷۸ قلمه درملو او لابراتواري رجنتونو د تدارک د قرارداد د فسخې منظوري په اړه د ملي دفاع وزارت غوښتنه تائید شوه.  له بل لوري ملي دفاع وزارت له ملي تدارکاتو کمېسیون څخه د چرګ غوښې د وېش په اړه د لارښوونې غوښتنه وکړه چې په اړه یې کمېسیون لازمې لارښوونې وکړې.
د انرژۍ او اوبو وزارت اړوند د پنجشېر پارنده ۴ میګاواټه مایکرو هایدرال پروژې د پاتې کار او ډیزاین په اړه د زیربنایي کلیدي پروژو فوق العاده کمېټې پرېکړې په اساس د تدارکاتو  د حقوقي مشاوریت د پرېکړې راپور په پایله کې تصمیم ونیول شو چې اوکرایني کمپنۍ سره دې قرارداد تعدیل شي، تر څو د اړتیا وړ توربینونه د اړوند وزارت تر نظر لاندې برابر کړي او د مخکېني قراردادي حقوقي موضوع چې پر خپلو ژمنو یې عمل نه دی کړی عدلي او محرومیت کمېټه دې هغه تعقیب کړي.  
له بل لوري د اجنډا مطابق په دې غونډه کې د کمېسیون غړو د دې کمېسیون د مخکېنیو پرېکړو د لارښوونو د تحقق راپور په اړه بحث وکړ چې تائید شو او لاندې پروژې په کې شاملې دي:
- د عامې روغتیا وزارت اړوند د کندهار ۳۵۰ بستریز روغتون جوړولو پروژې قرارداد تعدیل د منظورۍ غوښتنې په اړه د پرېکړې تحقق.
- د ټرانسپورټ وزارت اړوند د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ ینګي قلعه ماورای کوکچه ۶.۲۸ کیلو متر اوږد سرک پروژې قرارداد مودې د تصحیح په اړه د لارښوونې غوښتنې په اړه د پرېکړې تحقق.
په همدې حال کې د ملي تدارکاتو ادارې د تفصیلي ډیزاین پروژو کې چوکاټي قراردادونو څخه د استفادې غوښتنه (چې د ټرانسپورټ وزارت د قراردادونو د ارزونې راپور د موندنو اغېز دی) د ملي تدارکاتوکمېسیون ته وړاندې کړه چې د جزئیاتو له بحث، ارزونې او اورېدو وروسته کمېسیون د تفصیلي ډیزاین لپاره چوکاټي قراردادونو څخه استفاده منظور کړه او لارښوونه یې وکړه تر هغو چې ادارې تفصیلي ډیزاین نه لري، قرارداد دې نه کوي.
 
https://avapress.com/vdcc4pqsm2bq448.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته