دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۰
د مطلب کود : 185889
افغان سیاسیون او طالبان د افغانستان او روسیې د دیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې په مراسمو کې ګډون کوي
ټاکل شوې نن سه شنبه په مسکو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو سلمه کلیزه د یو شمېر افغان سیاسي څېرو او طالب استازو په حضور کې لمانځل شي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ولسمشریزو ټاکنو نوماند حنیف اتمر او شاوخوا شل نورې سیاسي څیري به په دغه مراسمو کې ګډون وکړي.
ورته مهال د سولې عالي شورا تاییدوي چې د دې شورا مشر کریم خلیلي به هم مسکو ته ولاړ شي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په مسکو کې به د افغانستان سفیر د افغانستان حکومت په استازیتوب په دغه مراسمو کې ګډون وکړي.
د طالبانو د خبرپاڼې پربنسټ، د دغې ډلې د سیاسي چارو مرستیال او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر اپه شمول ۱۴ طالب استازي پدې ناسته کې ګډون کوي.
ټاکل شوې د چارشنبې په ورځ له افغان سیاسیون او طالب استازي په خپلو کې سره ناسته وکړي.
تر دې وړاندې سږ کال د فبرورۍ په میاشت کې په مسکو کې د افغان سولې په تړاو د طالبانو او یو شمېر افغان سیاستوالو او فعالانو ترمنځ دوه ورځنۍ ناسته وشوه، چې وروسته د افغان حکومت له مخالفت او نیوکو سره مخ شوه
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcevn8zojh8vvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته