دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۰
د مطلب کود : 185890
په غور کې یو سرتیری ۷ میل اسلحی غلا کړي
غور ولایت کې چارواکې وایی چی دا سرتیری د نوکری په وخت کې د خپل همکارانو استراحت په وخت کې ۷ میل اسلحی اخیستي او تیښته کړی دی.

 

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، عبدالحی خطیبی د غور والی ویاند د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې وایی چی پولیسو یو سرتیری د غور په ولایت کې ۷ اسلحی د خپل همکارانو څخه غلا کړی دی.

هغه وایی چی دا سرتیری چی غور ټاکنو کمیسیون دفتر امنیتی پاسګاه ساتونکې وو تیره شپه خپل نوکری په وخت کې چی همکاران یی بیده وو ددی اسلحو غلا باندی اقدام کړی دی.

خطیبی وایی چی دا پاسګاه د فیروز کوه ښار جنوبی مرکز په سیمه کې قرار لری او دا سیمه په پوره توګه د امنیتی ځواکونو په کنترول کی دی.

د غور ولایت والی ویاند وویل چی څیړنې ددی سرتیری پیدا کولو لپاره جریان لری او ددی احتمال هم شته چی د هغه د طالب وسله واله ډلې یو غړۍ وی.

https://avapress.com/vdcgyn9qzak9774.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته