کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

م.م هېواد کې پر ښوونځیو د بریدونو له زیاتوالي اندېښنه لري

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 جوزا 1398 ساعت 12:10

ملګرو ملتونو په هېواد کې پر ښوونځیو د ترهګریزو بریدونو د درې برابره زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې ده.



د یونسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې پر ښوونځیو ۱۹۸ بریدونه شوي په داسې حال کې چې ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې پر ښوونځیو ۶۸ بریدونه شوي وو.
د یاد صندوق تازه راپور ښیې چې افغانستان کې پر ښوونځیو د بریدونو زیاتوالي یو نسل ماشومان له ښوونې او روزنې بې برخې کړې دي.
په دې راپور کې راغلي دي چې تېر یو کال کې پر ښوونځیو کابو دوه سوه برېدونه شوي او همداراز د طالبانو او د داعش ډلې لخوا ګواښونه هم د سلګونو ښوونځیو د تړلي پاتې کېدو لامل شوي دي.
 د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق اجرایي رییسه، هنریتا فور پر ښوونځیو د بریدونو درې برابره کېدو په تړاو د اندېښنې له څرګندولو سره وايي افغانستان کې ښوونه او روزنه له اور سره مخامخ ده.
نوموړې زیاتوې:«پر ښوونځیو بې مانا بریدونه، وژل، ټپي کول او د ښوونکو تښتونه، د ښوونې او روزنې په اړه ګواښونه د یوه نسل ماشومانو هیلې له منځته وړي.»
ملګري ملتونه پر ښوونځیو د بریدونو زیاتوالي یو لامل له ښوونځیو د رایې ورکړې د مرکزونو په توګه کارونه هم بولي.
د یاد بنسټ په وینا افغانستان کې ۳،۷ میلیونه ماشومان چې ۶۰سلنه یې نجونې دي له زده کړو بې برخې دي.
د راپور په یوه برخه کې همداراز راغلي دی چې افغانستان کې د داعش او طالبانو لخوا د ګواښونو له کبله له زرو ډېر ښوونځي په ټول افغانستان کې تړلي پاتې دي.
 


د مطلب کود: 185892

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185892/م-هېواد-کې-پر-ښوونځیو-د-بریدونو-له-زیاتوالي-اندېښنه-لري

آوا
  https://www.avapress.com