دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۱
د مطلب کود : 185899
ولسمشر غنی: د ترور، اختطاف، جرمي شبکو او غیری مسؤول وسله والو ډلو تعقیب او نیول باید امنیتی بنسټونو په لومړیتوب کې وی
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف پرون دوشنبه د کابل ښار د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه جوړې شوې امنیتي غونډې ته ویلي چې د ترور، اختطاف، جرمي شبکو او غیر مسول وسله والو ډلو تعقیب او نیول باید د کابل د امنیتي بنسټونو په لومړیتوب کې وي.

 

د ارګ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې د ولسمشر له قوله ویل شوي :” د ترور او اختطاف شبکو او جرمي شبکو تعقیب او نیول باید د کابل ولایت د امنیتي بنسټونو په لومړیتوب کې وي. ولسمشر د کابل ولایت امنیتي مسوولینوته لارښوونه وکړه، غیر قانوني وسله والې ډلې او د امنیت اخلال کوونکي دې ژر تر ژره ونیسي او د نېکمرغه کوچني اختر په درشل کې دې کابل ښاریانو ته د د بشپړ امنیت ډاډ ورکړي”.

https://avapress.com/vdcf1tdy1w6dcca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته