دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۱۰
د مطلب کود : 185914
په افغانستان کې د لړمو د زهرو تولید لومړنۍ فارم جوړ شو
د لومړي ځل لپاره په هرات یو افغان سوداګر د لړمانو یو فارم جوړ کړی او دا په افغانستان کې د لړمانو د ساتلو او زهرو د تولید لومړنی فارم دی.

د لومړي ځل لپاره په هرات یو افغان سوداګر د لړمانو یو فارم جوړ کړی او دا په افغانستان کې د لړمانو د ساتلو او زهرو د تولید لومړنی فارم دی.
په دغه فارم له دوه زرو زیات لړمان ساتل کېږي، او له دغو لړمانو څخه تر لاسه کېدونکي زهر یو شمير بهرنیو هيوادونو ته صادرېږي.
د دغه فارم مسوولین وايي د حکومت له لوري له دوی سره د نه همکارۍ له امله دوی نه دي توانېدلي چي بهرنیو هيوادونو ته زهر صادر کړي.
دغه فارم ته ټول راوړل شوي لړمان د هرات ښار او ولسوالیو څخه راوړل شوي دي.
د دغه فارم خاوند وايي په دې ځای کې یې څه د پاسه ۵۰۰ زره ډالره پانګونه کړې ده.

په هرات کې د لړمانو د فارم مسوول اکبر دروېش په دې اړه وویل:«د درملو د جوړلو سترې فابریکې لري، چې د سرطان او ایزومېر او انټي بیوټي لپاره ترې استفاده کوي، هغو هېوادونو ته یې استوي، بېلکه یې چې موږ له کاناډا لرله دولت له موږ سره د صادراتو د جواز په برخه کې همکاري ونه کړه او له بده مرغه زموږ هغه خراب شول.»
د دغو لړمانو خوراک چنجي دي او په هرو درېیو میاشتو کې یو ځل ترې زهر ایستل کېږي، په تېرو درېیو میاشتو کې د لړمانو له دغه فارمه یوازې درې سوه ګرامه زهر ترلاسه شوي دي.
په هرات کې د لړمانو د فارم کارکوونکی فردین عزیزي وايي:«دا لړم پنځه شپږ څاڅکي زهر لري، خو ځينې داسې هم شته چې ډېر او کم هم لري. او دا د ځانګړو دستګاوو په واسطه یې وباسو.»
په هرات کې د لړمانو د فارم بل کارکوونکی مصطفی نظري هم څرګندوي:«زموږ درې میاشتې په درې میاشتو کې زهر غونډوو، او موږ د لړمانو د شمېر پر بنسټ هغوی ډلبندي کوو چې موږ ته مشخص کېږي د ورځې څومره زهر غونډ کړو د بېلګې په توګه د ورځې د سهار او ماسپيښین له خوا دوه او یا هم درې ځله زهر غونډوو.»
د دغه فارم د مسوول په وینا د امریکا او اروپا په بازارونو کې د لړمانو د یو کیلو زهرو بیه کابو لس مېلیون ډالره اټکل شوې ده.

له بلخوا د هرات د سوداګرۍ خونې مسوولین په دې ولایت کې د لړمانو د صنعت او د زهرو د تولید د پراختیا خبر ورکوي.
د هرات د سوداګرۍ خونې د عامل پلاوي مدیر خلیل احمد یارمند وویل:«په امریکا کې د مار او لړمو یو کیلو ګرام زهر په لس مېلیون ډالرو پېرل کېږي. پر دې بنسټ موږ هم هڅه کوو چې دغه صنعت ته پراختیا ورکړو چې دا صنعت ښه عاید لري او دندې هم رامنځته کوي. او ترڅنګ یې د اقتصادي ودې لپاره ښې پایلې لري او موږ ترې ملاتړ کوو.»
له دغه فارمه ترلاسه شوي زهر امریکا، اروپايي او عربي هېوادونو ته صادرېږي، دغه زهر د سرطاني او نورو خطرناکو ناروغیو ضد درملو کې کارول کېږي.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdfk0foyt0jn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته