کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ډېویډ بټلر: افغانستان کې به د افغانانو لپاره جګړې ته دوام ورکړو

طلوع نیوز , 7 جوزا 1398 ساعت 17:22

په افغانستان کې د امریکايي عکسرو ویاند ډېویډ بټلر د افغانستان په جګړه کې د خپلو وژل شویو سرتېرو په یاد غونډه کې له ترهګرۍ سره په روانه جګړه کې د افغان امنیتي سرتېرو د قربانیو ستاینه وکړه.



په دغو مراسمو کې له ترهګرۍ سره په جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو د قربانیو یادونه هم کېږي او د هېواد د خلکو د دفاع لپاره د هغوی د سرښندنو ستاینه کېږي.
بټلر په یاده غونډه کې چې کابل کې جوړه شوې وه، څرګنده کړه چې امریکايي ځواکونه به په افغانستان کې د افغانانو لپاره جګړې ته دوام ورکړي.
ښاغلي بټلر په دې اړه زیاته کړه:«موږ دلته جنګېږو څو له خپل هېواد نه دفاع وکړ او موږ له افغان امنیتي ځواکونو سره یو ځای جنګېږو څو له افغانستانه دفاع وکړو؛ د افغانستان امنیتي ځواکونه باید پر خپلو امنیتي ځواکونو وویاړي؛ هغوی د افغانستان له خلکو د دفاع لپاره په مېړانه جنګېږي.»
واشنګټن یوه ورځ په جګړې کې د دغه هېواد د قرباني شویو سرتېرو په نوم نومولې او دا ورځ هر کال لمانځي.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ډېویډ بټلر وویل:«د یادونې ورځ هغه ورځ ده چې د سرتېرو د قربانیانو یادونه کوو؛ موږ د هغوی نومونه را په یادوو او پر دې ورځ د هغوی په تړاو فکرو کوو.»
بل خوا د ناټو عمومي منشي د رومانیا له لومړي وزیر سره په کتنه کې افغانستان کې د ناټو ځواکونو اصلي ماموریت له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د افغان ځواکونو روزنه بولي.
د ناټو سرمنشي ینس استولتنبرګ هم څرګنده کړه:«ستاسو سرتېري یعنې رومانیايي سرتېري په افغانستان کې دي؛ څو له سیمه‎ییزو ځواکونو سره مرسته وکړي او هغوی روزِي څو له ترهګرۍ سره وجنګېږي.»
د افغانستان جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده چې اتلس کاله کېږي د هېواد له خلکو او امنیتي ځواکونو قرباني اخلي خو پای یې لا هم ناڅرګند دی
 


د مطلب کود: 185919

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185919/ډېویډ-بټلر-افغانستان-کې-د-افغانانو-لپاره-جګړې-ته-دوام-ورکړو

آوا
  https://www.avapress.com