د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، هلمند سیمه ایز رسنۍ ګزارش ورکړی دی چی تیره ورځ مسلح طالابن اسدالله باوری، نظامی محکمی رئیس او نور الحق حمیدی، ددی ولایت عامه فوایدو ریاست معاون د کابل-کندهار پر لویی لاره د زابل ولایت په مربوطاتو کې د موټر څخه کښته کړی او وروسته هغوی په قتل رسولی دی.
که څه هم هلمند سیمه ایز مقامات تراوسه به دی اړه جزئیات نه دی ورکړی؛ خو هلمند ولایت مقام مطبوعاتی دفتر ددی دوو چارواکو شهادت تائیدوی خو دقیق جزئیات د هغوی قتل په اړه نه دی ورکړی.
یادولو وړ ده چی مسلح طالبان ډیر ځلې دولتی کارکوونکې د کابل-کندهار پر لویی لاره په بیلابیلو ځایونو کې کښته کړی او وروسته په قتل رسولی دی.