کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خوست کې ملي اردو ۱۳ تنه سرتېري وژل شوی دی

8 جوزا 1398 ساعت 12:32

چارواکي وايي، د خوست د صبریو ولسوالۍ اړوند د افغان ځواکونو پر یوې قرارګاه د وسله‌والو په برید کې د ملي اردو ۱۳ سرتېري وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.



د دغې پیښې په اړه د فاع وزارت تر اوسه څه نه دي ویلي خو یوې سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چې دغه برید د ګُرګري په نوم پر یوه لوړه غونډۍ د افغان ځواکونو په هغه قرارګاه شوی چې د ولسوالۍ د تأسیساتو د ساتنې لپاره اچول شوې وه.
سرچینه وایي چې په یاده نښته کې وسله والو طالبانو ته هم تلفات اوښتي خو د مرګ ژوبلې په اړه یې کره معلومات نشته.
وسله‌والو طالبانو رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې د برید مسؤلیت منلی او ویلي يې دي چې په‌دې برید کې يې لسګونه افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې او یوه اندازه وسلې او مهمات هم د دوی لاسته لوېدلي دي.


د مطلب کود: 185944

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185944/خوست-کې-ملي-اردو-۱۳-تنه-سرتېري-وژل-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com