د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي،:” د ابو بکر د ډلګۍ یو خطرناک غړی قاري نصرت الله چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په شهادت رسولو کې یې غوڅ نقش درلود او څه مخکي یې په غزني کې د ملي اردو یو تن زړور سرتیری تورن عبید په شهادت رسولی وو، تېره شپه د ځانګړو عملیاتو په پایله کې و وژل شو”.
خبر پاڼه زیاتوي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د یو لړ نورو عملیاتو پر مهال د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې ۹ طالب وسله وال وژل شوي او د دوو قومندانانو په ګډون یې ۴ تنه لوړ پوړي غړي نیول شوي دي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)