ددې هوکړې له لاسلیک وروسته به د کابل ولایت د څلورم جنکشن سرای غزني سیمه کې په ازمایښتي ډول هوشمند میټرونه ولګول شي، که چیري دا میټرونه مثبته پایله ورکړي نو د هوشمند میټرونو د لګولو بهیر به په ټول هیواد کې پیل شي او د انرژي د مصرف د ثبت، د برښنا د لګولو د کنټرول، د برښنا لګولو د تفصیلاتو، د تخلف د مخنیوي، د ریموټ په واسطه د میټرونو د کنټرول، د یو میاشتني میټر لوستلو ستونزه هواره او د څو تعرفوي سیستم د ورکړي په برخه کې به اسانتیاوي را منځته کړي.
ښاغلي غالب ددې هوکړه لیک د لاسلیک وروسته وویل چې په ازمایښتي ډول دا هوشمند میټرونه د پانګه اچونکي کمپنۍ له خوا د برښنا پیریدونکو لپاره په وړیا ډول لګول کیږي او له پیریدونکو پیسې نه اخیستل کیږي.
بل لورته نړیوال بانک هم د هوشمند میټرونو په برخه کې د ۱۴ میلیون ډالرو د ورکړې ژمنه کړي چې د تدارکاتي پړاوونو له بشپړلو وروسته به د هرات ولایت رهایشي پیریدونکو، دولتي ادارو او سوداګریزو ځایونو کې د هوشمند میټرونو لګول پکې شامل دي.
د یادولو وړ دې چې وړاندې تردې د افغانستان برښنا شرکت د (NIK) او لونا کمپنیو سره په ازمایښتي ډول د سل سل پایو هوشمند میټرونو د لګولو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
د افغانستان برښنا شرکت هوډ لري چې له برښنا څخه د ګټې اخیستلو د کنټرول سیستم جوړولو، د برښنا رسونې خدمتونو د وړاندې کولو د معیاري نوي تکنالوژۍ په واسطه د برښنا لګښت د تحویلولو زمینه بربره او استفاده ورڅخه وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)