کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دفاع وزارت: د ملی اردو سرتیرو غچ به واخیستل شی

8 جوزا 1398 ساعت 16:25

دفاع وزارت وایي په غزني کې یې د ابوبکر د ډلګۍ د یوه خطرناک غړي قاري نصرت الله په ګډو ۱۰ طالب ترهګر وژلي او د دغې ډلې د دوو قومندانانو په ګډون یې ۴ ترهګر نیولي دي.


 

د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي،:” د ابو بکر د ډلګۍ یو خطرناک غړی قاري نصرت الله چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په شهادت رسولو کې یې غوڅ نقش درلود او څه مخکي یې په غزني کې د ملي اردو یو تن زړور سرتیری تورن عبید په شهادت رسولی وو، تېره شپه د ځانګړو عملیاتو په پایله کې و وژل شو”.

خبر پاڼه زیاتوي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د یو لړ نورو عملیاتو پر مهال د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې ۹ طالب وسله وال وژل شوي او د دوو قومندانانو په ګډون یې ۴ تنه لوړ پوړي غړي نیول شوي دي


د مطلب کود: 185959

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185959/دفاع-وزارت-د-ملی-اردو-سرتیرو-غچ-واخیستل-شی

آوا
  https://www.avapress.com