دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۵
د مطلب کود : 185977
د پولیو یوه نوې پيښه د ختیځې حوزې څخه راپور شوه
د پولیو یوه مثبته پيښه د کنړ ولایت له واټپور ولسوالې څخه راپور شوه چې له بده مرغه یو ۳ میاشتنۍ هلک ماشوم يې د تل لپاره فلج کړ. په دې پیښې سره د پولیو د مثبتو پيښو شمیر په روان زیږدیز ۲۰۱۹ کې ۸ پيښو ته ورسید او دا لومړي پيښه ده چې په روان کال کې په ختيڅه حوزه کې رامنځته کیږي او مخکې له دې ۷ نورې پيښې په سویلي حوزه کې ثبت شوې وې.
په واټپور ولسوالۍ کې ګڼې سیمې د پولیو واکسین دکمپانونو له لاسرسي څخه بهر دي او شاوخوا ۸۵ سلنه د هدف وړ ماشومان ( ۹۸۲۱ ماشومانو له جملې څخه، ۸۵۰۰ ماشومان) په تیر کمپاین کې چې د اپریل په میاشت کې پلي شو، د لاسرسي وړ نه وه. دتیرو څو کلنو را پدې خوا په واټپور ولسوالۍ کي ماشومانو ته د نه لاسرسی ستونزه  په خپل په حال پاتې ده. دغه سیمه د ۲۰۱۸ کال د آګیست میاشتې را پدې خوا د داعش د کنټرول لاندې ده او مخکې له دې طالبانو په دې سیمه واکمني لره.
دعامې ورغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز خپله ژوره انديښنه يې په دې اړه څرګنده کړه او ویې ویل چې د پولیو په وړاندې د ماشومانو واکسین کولو په برخه کې نه لاسرسی یوه ستره ننګونه ده او دا د ماشومانو  مسلم حق دی چې د سالمې روغتیا خاوندان اوسیږي.
 په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو د هڅو په وړاندې دوه سترې ننګونې پرتې دي: لومړي  ننګونه دټولو ماشومانو نه لاسرسی موضوع ده  او هغه دا چې ګڼ شمیر ماشومان د کمپاین په هر پړاو کې د امنیتي ستونزو له امله د واکسین کیدو څخه پاتې کیږي او دویمه ننګونه د پولیو ویروس د خطر په باب او د پولیو ضد واکسین د اهمیت په اړه د ټولنې د وګړو د پوهاوي ټیټه کچه ده. دا دوه ننګوننې ددې لامل شوي چې ګڼ شمیر ماشومان د پولیو د دایمې فلج د اخته کیدو  د ګواښ سره مخ شي.
د پولیو ضد واکسین په بشپړه توګه خوندي دی او هیڅ ډول جانبي عوارض نلري. نوي زیږیدلی او ناروغ ماشومانو ته ددې واکسین ورکول لازیات ضروري او حتمی دي، ځکه چې دهغوی د بدن معافیت او مقاومت کمزوری دی، که چیرې واکسین نشي، ډیر ژره په دې ناروغۍ د اخته کیدو د خطر سره مخامخ کیږي.  
د پولیو واکسین د اسلامي نړۍ د ديني عالمانو له خوا تائید شوی او په دې وروستیو کې ددې واکسین ورکول ماشومانو ته د هغوی د روغتیا د خوندي ساتلو په خاطر د اسلامي نړۍ د معتبرو مراجعو ددغه واکسین تطبیقول یې ماشومانو ته د والدینو شرعي واجب او مکلفیت بللی دی.  
دا مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي چې د پولیو مثپتې پيښې په کې راپور کيږي. په روان زیږدیز کال کې په افغانستان کې د پولیو ۸ مثبتې پيښې او په پاکستان کې ۱۹ مثبتې پيښې ثبت شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccmpqsm2bq4o8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته