دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۴
د مطلب کود : 185979
ټاکنو کمیسیون: د تلې میاشتې په ۶مه یوازې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کیږي
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ وویل چې د تلې په ۶ مه نېټه به یوازې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي او د نورو ټاکنو نېټه به وروسته اعلان شي.


حوا علم نورستانۍ نن چهار شنبه د یوې خبرې ناستې پر مهال وویل چې، په یو وخت کې د درېیو انتخاباتو ترسره کول موږ ته ستونزمن دي، نو د تلې میاشتې په شپږمه نېټه یوازې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کیږي.
نوموړې زیاته کړهچې په یوه وخت کې د درېیو ټاکنو ترسره کولو لپاره فعلا کافي بودیجهشتون نلري.
 
https://avapress.com/vdcefn8zojh8voi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته