دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۰
د مطلب کود : 185980
د امریکا سفیر په افغانستان کې د رڼو او عادلانه ټاکنو په ترسره کیدو ټینګار کړی
په کابل کې د امریکا سفیر جان باس پر خپله ټویټر پاڼه، په افغانستان د رڼو او عادلانه ټاکنو په ترسره کیدو ټینګار کړی دی.

نوموړي پر خپل ټویټر د افغانستان د ټاکنو له کمیسیون څخه غوښتي چې د ټاکنو لپاره دې بودجه تدارک کړي، د ټاکنو د کارکونکو شمېر دې پوره، او هغوی ته دې په دې اړه پوره روزنه وکړل شي.
ښاغلي جان باس زیاتوي چې د ښځو د پلټنې ( تلاشئ) لپاره دې کافي ښځینه کارکونکي استخدام کړي.
کابل کې د امریکا سفیر په داسي حال کې د ټاکنو په اړه پر خپل ټویټر دغه څرګندونې کړې چې د ټاکنو کمیسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ تېره ورځ اعلان وکړ چې د تلې میاشتې په شپږمه نیټه به یوازې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کړي.
ټاکل شوې وه چې د تلې په شپږمه به د هېواد د ولایتي شورا ګانو او د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنې هم د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره یو ځای ترسره کیږي خو مېرمن نورستانۍ وایي چې د ولایتي شورا ګانو او د غزني د پارلماني ټاکنو د ترسره کیدو نیټه به ورسته اعلان شي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg7n9qzak97y4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته