د هلمند د سولې د ولسي حرکت غړي نن پنجشنبه ماښام د طالبانو یوه مرکز ته ځي.
سولې ولسي حرکت غړي دا ځل طالبانو یوه مرکز ته ځی
9 جوزا 1398 ساعت 10:20
د هلمند د سولې د ولسي حرکت غړي نن پنجشنبه ماښام د طالبانو یوه مرکز ته ځي.
د سولې د ولسي حرکت د اړیکو او معلوماتو مسئول پاچاخان مولاداد په دی اړه رسنیو ته وویل:"دا ځل د هلمند موسی کلا ولسوالۍ ته ځو. د بېلابېلو ولایتونو خلک راسره ملګري دي. د سیمې پر خلکو مو دا غږ دی چې نور د جګړې د درېدلو لپاره غږ پورته کړي."
موسی کلا ولسوالۍ له تېرو نژدې څلورو کلونو راهیسې د طالبانو په ولکه کې ده.
تراوسه دا معلومه نهده چې طالبان به له دوی سره وګوري که به د دوی غوښتنې رد کړي.
د مطلب کود: 185982