د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، سیدانور رحمتی د دایکندی والی ددی ښوونځیو ترمیم کار شروع کیدل مهم وبلل او قراردادی شرکت څخه وغوښته چی ددی پروژی کیفیت او سرعت په برخه کې جدی توجه ولری.
همدارنګه رحمت الله سیرت د دایکندی معارف رئیس وایی چی دا نیمه کاره مکاتب د شهرستان، میرامور، سنګ تخت، کیتی، مرکز، خدیر او اشترلی ولسوالیو کې دی چی ترمیم او تکمیل کار یی رسمی توګه شروع شوی چی دا ښوونځیو کار وسپنیز پوش، میز او څونکۍ څخه عبارت دی.
هغه زیاته کړه چی ددی پروژی بودجه د دایکندی ولایت په سطحه ۵۴ میلیون افغانی دی.