کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ډانفورډ: د خبرو ترڅنګ به پر طالبانو پوځي فشار هم دوام ولري

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 جوزا 1398 ساعت 11:30

د امریکامتحده ایالاتو د پوځ لوی درستیز، جنرال جوزف ډانفورډ وایې د طالبانو سره د خبرو اترو ترڅنګ به پر یادې ډلې پوځي فشار هم دوام ولري.



دی زیاتوي چې طالبان له افغانستان په پوره توګه د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي، خو واشنګټن به په افغانستان کې د ترهګرو پر وړاندې جګړې ته دوام ورکوي.
د پنټاګون دا لومړۍ درجه جنرال همداراز څرګندوي، تر اوسه داسې وړاندیز چا نه دی کړی، تر هغو چې افغانستان کې د امریکا  د ترهګرۍ ضد ګټې خوندي شوې نه وي او امریکایي ځواکونه دې افغانستان پرېږدي.
جنرال جوزف ډانفورډ وايي تر هغې به امریکايي څواکونه له افغانستانه ونه وځي چې د ترهګرۍ ستونزه نه وي هواره شوې.
هغه همداراز څرګنده کړې تر هغې به امریکايي سرتېري په افغانستان کې پاتې شي چې د ترهګرۍ ستونزده چې افغانستان کې د واشنګټن د شتون اصلي لامل دی، څرګنده نشي.
 


د مطلب کود: 185992

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185992/ډانفورډ-د-خبرو-ترڅنګ-پر-طالبانو-پوځي-فشار-هم-دوام-ولري

آوا
  https://www.avapress.com