پخوانی جمهور رئیس د افغانستان له حکومت څخه هم غواړي چې سولې ته د ژمنتیا او د حسن نیت په توګه د بل مثل اقدام په ترسره کولو د اختر په ورځو کې اوربند اعلان او له هر ډول نظامي عملیاتو په کلکه ډډه وکړي.
پخوانی جمهور رئیس دغه درې ورځینۍ اوربند په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره یو ښه پیل بولي او هیله څرګندوي چې دا نېک اقدام ژر تر ژره په هېواد کې د سرتاسري او دایمي سولې سبب شي.