کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مطبوعاتي اعلامیه:

پخوانۍ ولسمشر حامد کرزي د اختر په ورځو طالبانو اوربند هرکلي کوی

10 جوزا 1398 ساعت 12:55

د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د طالبانو د اسلامي تحریک له خوا د نېکمرغه کوچني اختر په ورځو کې د اوربند د اعلانولو هرکلی او د دغه اقدام ستاینه کوي.



پخوانی جمهور رئیس د افغانستان له حکومت څخه هم غواړي چې سولې ته د ژمنتیا او د حسن نیت په توګه د بل مثل اقدام په ترسره کولو د اختر په ورځو کې اوربند اعلان او له هر ډول نظامي عملیاتو په کلکه ډډه وکړي.
پخوانی جمهور رئیس دغه درې ورځینۍ اوربند په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره یو ښه پیل بولي او هیله څرګندوي چې دا نېک اقدام ژر تر ژره  په هېواد کې د سرتاسري او دایمي سولې سبب شي.


د مطلب کود: 186038

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186038/پخوانۍ-ولسمشر-حامد-کرزي-د-اختر-په-ورځو-طالبانو-اوربند-هرکلي-کوی

آوا
  https://www.avapress.com