دخپریدو نیټه :جمعه ۱۰ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۵
د مطلب کود : 186038
پخوانۍ ولسمشر حامد کرزي د اختر په ورځو طالبانو اوربند هرکلي کوی
د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د طالبانو د اسلامي تحریک له خوا د نېکمرغه کوچني اختر په ورځو کې د اوربند د اعلانولو هرکلی او د دغه اقدام ستاینه کوي.

پخوانی جمهور رئیس د افغانستان له حکومت څخه هم غواړي چې سولې ته د ژمنتیا او د حسن نیت په توګه د بل مثل اقدام په ترسره کولو د اختر په ورځو کې اوربند اعلان او له هر ډول نظامي عملیاتو په کلکه ډډه وکړي.
پخوانی جمهور رئیس دغه درې ورځینۍ اوربند په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره یو ښه پیل بولي او هیله څرګندوي چې دا نېک اقدام ژر تر ژره  په هېواد کې د سرتاسري او دایمي سولې سبب شي.
https://avapress.com/vdcbf0b8wrhbwgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته