دخپریدو نیټه :جمعه ۱۰ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۰
د مطلب کود : 186039
ترکيې تر شل زره زیادتره افغان مهاجر بېرته افغانستان ته لېږلي
د ترکيې د کورنيو چارو وزير، سليمان سويلو په استانبول کي د يوې خبري ناستې پر مهال ویلي، چي د روان ميلادي کال له پيل راهيسې، څه د پاسه ۴۲ زره افغان مهاجر په غيرقانوني ډول دغه هيواد ته ورغلي دي.
 
هغه ويلي دي چي له هغوی څخه ۲۰۵۰۰ کسان يې بيرته افغانستان ته لېږلي دي.
په استانبول کي د افغانستان جنرال کونسل ذکريا بارکزي، ويلي، چي په ۲۰۱۸ کال کې په زرګونه افغان مهاجر په خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
افغان پناه غوښتونکي، له ډېرو سختو لارو، له ايران څخه ترکيي ته ځي او غواړي چي له هغه ځايه بيا اروپايي هېوادونو ته ولاړ شي.
خو بارکزی له افغان مهاجرو څخه غواړي چي د انساني قاچاق شبکو د درواغو تر اغېز لاندې رانشي، نوموړي ویلي، د ترکيي اوسني شرايط د کار زميني د برابرولو او يا هم اروپايي هېوادونو ته د تګ له پاره برابر نه دي.
https://avapress.com/vdcc1eqso2bq4x8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته