کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل ننۍ برید کې څلور امریکایی سرتیری ټپیان شوی دی

10 جوزا 1398 ساعت 13:12

نن سهار د چاودیدونکو توکو نه ډک یو موټر چاودیدو له امله د کابل ښار نهم ناحیه کې څلور امریکایی سرتیری ټپیان او ځینی افغان غیری نظامیان هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.


 

د آوا په ګزارش سره؛ نصرت رحیمی د داخله وزارت ویاند آوا ته وویل چی دا چاودنه نږدی سهار ۸ بجه او څلوېشت دقیقی (جمعه، ۱۰ جوزا) د قلعه وزیر په سیمه کې د کابل ښار په نهمه حوزه کې رامنځته شوی دی.

ښاغلی رحیمی ویلی دی چی دا چاودنه خارجی ځواکونو کاروان باندی د چاودیدونکو توکو نه ډک یو موټر له امله وو.

د هغه په وینا، ۴ افغان غیری نظامیان چی د سیمی څخه تیریدله شهید شوی او ۳ تنه نور ټپیان شوی دی.

په همدی حال کې خارجی ځواکونو مطبوعاتی دفتر په کابل کې رسنیو ته ویلی دی چی په دی برید کې څلور امریکایی سرتیری هم ټپیان شوی دی.

طالبان ددی برید مسؤولیت په غاړه اخیستی دی او ویلی دی چی ددی ډلې کسان دا برید ترسره کړي چی په ترڅ کې یی ۱۰ تنه امریکایی سرتیری وژلی دی.


د مطلب کود: 186042

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186042/کابل-ننۍ-برید-کې-څلور-امریکایی-سرتیری-ټپیان-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com