دخپریدو نیټه :جمعه ۱۰ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۲
د مطلب کود : 186042
کابل ننۍ برید کې څلور امریکایی سرتیری ټپیان شوی دی
نن سهار د چاودیدونکو توکو نه ډک یو موټر چاودیدو له امله د کابل ښار نهم ناحیه کې څلور امریکایی سرتیری ټپیان او ځینی افغان غیری نظامیان هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره؛ نصرت رحیمی د داخله وزارت ویاند افغان غږ خبری آژانس ته وویل چی دا چاودنه نږدی سهار ۸ بجه او څلوېشت دقیقی (جمعه، ۱۰ جوزا) د قلعه وزیر په سیمه کې د کابل ښار په نهمه حوزه کې رامنځته شوی دی.

ښاغلی رحیمی ویلی دی چی دا چاودنه خارجی ځواکونو کاروان باندی د چاودیدونکو توکو نه ډک یو موټر له امله وو.

د هغه په وینا، ۴ افغان غیری نظامیان چی د سیمی څخه تیریدله شهید شوی او ۳ تنه نور ټپیان شوی دی.

په همدی حال کې خارجی ځواکونو مطبوعاتی دفتر په کابل کې رسنیو ته ویلی دی چی په دی برید کې څلور امریکایی سرتیری هم ټپیان شوی دی.

طالبان ددی برید مسؤولیت په غاړه اخیستی دی او ویلی دی چی ددی ډلې کسان دا برید ترسره کړي چی په ترڅ کې یی ۱۰ تنه امریکایی سرتیری وژلی دی.

https://avapress.com/vdcgt39qxak97z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته