دخپریدو نیټه :جمعه ۱۰ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۳
د مطلب کود : 186047
عراق کې چاودنو تر ۲۵ تنو ډیرو وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.
د عراق په شمالي ښار كركوك كې شپږو پرله پسې بمي چاودنو شاوخوا ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
 
د عراق د اردو مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې تېر ماښام د كركوك ښار په بېلابېلو سيمو كې شپږ بمي چاودنې شوي او امنيتي ځواكونه توانېدلي، چې دوه بمونه خنثى كړي.
رسنيو په يادو چاودنو كې د لږ تر لږه پنځو تنو وژل كېدل او د شاوخوا ۲۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
د عراقي كردستان چارواكو د دې چاودنو مسووله داعش ډله بللې، خو دغې ډلې تر دې مهاله د دغو چاودنو په اړه څه نه دي ويلي.
https://avapress.com/vdcba0b8zrhbwgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته