کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عراق کې چاودنو تر ۲۵ تنو ډیرو وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.

10 جوزا 1398 ساعت 15:13

د عراق په شمالي ښار كركوك كې شپږو پرله پسې بمي چاودنو شاوخوا ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


 
د عراق د اردو مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې تېر ماښام د كركوك ښار په بېلابېلو سيمو كې شپږ بمي چاودنې شوي او امنيتي ځواكونه توانېدلي، چې دوه بمونه خنثى كړي.
رسنيو په يادو چاودنو كې د لږ تر لږه پنځو تنو وژل كېدل او د شاوخوا ۲۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
د عراقي كردستان چارواكو د دې چاودنو مسووله داعش ډله بللې، خو دغې ډلې تر دې مهاله د دغو چاودنو په اړه څه نه دي ويلي.


د مطلب کود: 186047

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186047/عراق-کې-چاودنو-تر-۲۵-تنو-ډیرو-وګړو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com