دخپریدو نیټه :جمعه ۱۰ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۷
د مطلب کود : 186048
ملک سلمان: ایران نړیوال امنیت ته لوی ګواښ دی
د سعودي پاچا ملک سلمان ایران نړیوال امنیت ته لوی ګواښ بللی او د عربي خلیج پر دولت یې غږ کړی، چې د تهران د جرمي کړنو مخه ونیسي.
 
د سیمه ییزو هېوادو د دې ټولنې بېړنۍ سرمشریزې ته په وینا کې پاچا سلمان له نړیوالې ټولنې هم غوښتي، چې د نورو هېوادو په چارو کې د ایران د لاسوهنې مخه ډپ کړي.
هغه ویلي، چې د متحده عربي اماراتو سمندرغاړو ته څېرمه د تېلو پر بېړیو باندې د روانې میاشتې له بریدونو وروسته، نړیوالې سمندري سوداګرۍ ته د ایران ګواښ ډېر شوی دی.
سعودي نن د اسلامي همکاریو د ټولنې د سرمشریزې کوربه هم دی، چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون ګڼ مشران پکې برخه اخلي.
د عربي هېوادونو سرمشریزې غونډې تېره شپه تر ناوخته دوام درلود او د پای په وینا کې یې غوښتنې او غندنې تر ډېره د ایران لخوا راپېښو ګواښونو پورې تړلې وې.
https://avapress.com/vdcc0eqs42bq4x8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته