کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکايي پوهنتون د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دی

10 جوزا 1398 ساعت 15:20

د افغانستان امریکايي پوهنتون د مرستو د ضایع کېدو له کبله د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دی.


.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې دغه پوهنتون د امریکا له لوري د ورکړل شویو پيسو د دوه شپېته میلیونه ‌‌‌‌‌‌ډالرو حساب نه شي ورکولی.
د راپور له مخې د افغانستان له امریکايي پوهنتون څخه پر هر فارغ شوي کس یو لک او شپږویشت زره ‌‌‌‌‌‌ډالره لګول شوي دي.
یوه څېړونکي چې له دغه پوهنتون سره یې د امریکا مرستې څېړلې ورځپاڼې ته ویلي که ټول افغان فارغین د لوړو زده کړو لپاره امریکا ته لېږل شوي وی پر دغه پوهنتون تر لګول شويو پيسو لږ لګښت ورباندې راته.
په راپور کې د امریکا د پراختیایي ادارې او د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش له قوله ویل شوي چې د دوه شپېته میلیونه ‌‌‌‌‌‌ډالره مرستې له ورکېدو وروسته د دغه پوهنتون د کار دوام له ګواښ سره مخ دی.


د مطلب کود: 186050

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186050/امریکايي-پوهنتون-د-تړل-کېدو-له-ګواښ-سره-مخ-دی

آوا
  https://www.avapress.com