دخپریدو نیټه :جمعه ۱۰ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۵۳
د مطلب کود : 186071
طالبان: رسنیو کې د اوربند په اړه خبری د تېر کال کوچني اختر دی
وسله وال طالبان وایي، پر خواله رسنیو د اوربند په اړه لاس په لاس کیدونکی غږیز پیغام نوی او د سږ کال نه دی، بلکې د تېر کال د کوچني اختر په اوربند پورې اړه لري.

د وسله وال طالبانو رسنیو ته په لیږلي پیغام کې ویلي:” د اوربند په اړه په ټولنیزو رسنیو کې یو غږیز پیغام ګرځي چې د اوربند په اړه خبرې کوي. دا پیغام نوی او د سږ کال پیغام نه دی بلکې د تېر کال د کوچني اختر په اوربند پورې اړه لري. هېله ده رسنۍ او د خواله رسنیو فعالین په دې اړه د اشتباه ښکار نشي”.
https://avapress.com/vdciyqazzt1avu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته