دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۶
د مطلب کود : 186091
ولسمشر غني  او عمران خان په مکه کې سره لیدلي
ولسمشر غني پرون جمعه ماسپښین د اسلامي همکاریو سازمان د مشرانو د څوارلسمې ناستې په څنډه کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سره د مکې مکرمې په ښار کې وکتل.
د ولسمشرۍ د خبرپاڼې پر بنسټ، په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو مناسباتو، سیمه ییز اتصال، سوداګرۍ، سولې، امنیت او تروریزم سره د مبارزې په اړه بحث او خبرې کړې دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې، دواړو لوریو ټینګار وکړ چې په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته د جمهوررئیس غني د سفر په جریان کې به پر یادو موضوعاتو مفصل بحث وشي.
ولسمشر غني د پاکستان فضایي حریم څخه هند ته د افغانستان د الوتکو د الوتنو د منع ستونزه عمران خان سره مطرح کړه او د پاکستان لومړي وزیر ژمنه وکړه چې د دې ستونزې حل ته به پام وکړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaoin6649naw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته