دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۶
د مطلب کود : 186093
قره باغ کې (۲۴) تنه وسله وال طالبان ووژل شول
د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ اړوند په عبدالله ګل او لیونۍ بازار سیمو کې بیګاه شپه د افغان امنیتي او ائتلاف هوایې ځواکونو لخوا (۲۴) تنه وسله وال طالبان وژل شوي
وسله والو طالبانو بیګا شپه پلان درلود څو د قره باغ ولسوالۍ اړوند په عبدالله ګل او لیونۍ بازار سیمو کې د سیمه ایزو پولیسو پر پوستو بریدونه ترسره کړي، چې د اپراتیفي معلوماتو پر بنسټ امنیتي ځواکونو مخکي له مخکي په څو سیمو کې کمینونه پر لاره واچول.
یادو سیمو ته د شپي شاوخوا (۲:۰۰) بجي د طالبانو له راتګ سره سم وسله وال د ځمکنیو افغان ځواکونو او د هوا له لاري د ائتلاف ځواکونو لخوا تر بریدونو لاندي راغلل، چې په ترڅ کې یې (۲۴) تنه وسله وال طالبان وژل شوي چې د یو شمیر کړي یې له وسلو سره یوځای د جګړي په ډګر کې پاتي او د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي. په وژل شویو طالبانو کې بهرني اتباع هم شامل دي خو کره شمیره یې تر اوسه په لاس کې نشته.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccoeqs12bq4x8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته