دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۳
د مطلب کود : 186103
غزني کې له تيرو دوو مياشتو راهيسي (۱۰۰۰) تنه ښځينه کارکوونکي دولتي او غير دولتي ادارو کې استخدام شوي دي
د غزني ولايت ځايې اداره په دولتي ادارو کې د جندر د اصل تطبيق او د ښځو ګډون ته ژمنه ده، عملي هڅه داده څو له قانون سره سم په دولتي او غير دولتي ادارو کې د ښځينه کارکوونکو ونډه او حضور ﺯيات شي، د چارو په سمون او غوره پر مختګ کې د ښځو له تخصص، تجربو، وړتياوو او ابتکاراتو څخه لاﺯمه او مثمره استفاده وشي.

د غزني والي وحیدالله«کلیمزي» نن په یوه خبري ناسته څرګنده کړه چې په تيرو دوو مياشتو کې په دي ولايت کې دولتي او غير دولتي ادارو کې شاوخوا ﺯر (۱۰۰۰) تنه ښځينه کار کوونکي رسمي او قرار دادي بستونو ته جذب شوي چې له ډلي یې (۱۰۳) تنه ښځي د ښوونکو، د ښوونځيو آمريتونو او مديريتونو، د دارالمعلمين رياست او (۱۱) تنه ښځي د بيلابيلو ادارو څلورم او پنځمو بستونو ته، (۷۰۰) تنه د ښوونکو حق الزحمه او نيږدي (۲۰۰) تنه د روغتيا، کرني او نورو برخو کې د اړونده دولتي ادارو او همکاره مٶسسو لخوا قرار دادي بستونو ته استخدام شوي دي. په ادارو کې د ښځو دغه پراخ حضور په غزني کې ښځو ته د يو ښه او مصئون کاري چاپيريال د شتون، د استخدام پروسه کې د شفافيت، د جندر اصل ته د ځايې اداري د ژمنتيا او غوره عملي ملاتړ څرګندونه کوي. والي ښاغلي کلیمزي زیاته کړه، جدي هڅه یې داده څو د غزني په ادارو کې د ښځو ونډه نوره هم ﺯياته او په چارو کې هغوى پراخه ونډه ولري. د غزني والي وایې له مراجعينو سره د ښځينه کار کوونکو عاطفي چلند، په اداري فساد کې يې نه ښکيلتيا، دندي، ولس او هيواد ته يې ژمنتيا کولاى شي د ادارو چاري چټکي، ولس ته د خدماتو کچه لوړه او پر دولت د ولس اعتماد ﺯيات او شته فاصلي راکمي کړي
 
https://avapress.com/vdce7p8zxjh8vzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته